پنجشنبه, ۲۲ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۰۲م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
نړیوال کپیټلیزم د اقتصادي او سیاسي نابرابرۍ په شان د دوو سترو بلاګانو مرسته کوي
بسم الله الرحمن الرحيم
نړیوال کپیټلیزم د اقتصادي او سیاسي نابرابرۍ په شان د دوو سترو بلاګانو مرسته کوي

خبر:

د نړۍ ۱٪ تر ټولو بډای خلک به تر ۲۰۳۰م پورې د نړۍ له درېیو دوې برخې شتمني په لاس کې لري. [۱] د نړۍ رهبرانو ته بریتانیې د عامه کتابتون لخوا خبرداری ورکړل شوی چې د خاصې طبقې خلکو په لاس کې د شتمنیو راټولېدل به په راتلونکې لسیزه کې د زیاتېدو په لور ناباوري او قهر لا زیات کړي، مګر دا چې د انډول د برابرولو لپاره ګامونه واخیستل شي.  [۲]

تبصره:

له ۲۰۰۸ کال راهیسې د نړۍ ۱٪ بډایو خلکو شتمني په کال کې په منځنۍ کچه ۶٪ زیاتیږي، چې په کلنۍ توګه د نړۍ د ۹۹٪ خلکو د شتمنیو د ۳٪ تر زیاتېدو ډېره چټکه ده. که داسې ادامه ومومي دا ۱٪ خلک به په ۲۰۳۰م کې ۳۰۵ تریلیونه ډالره شتمني ولري، چې اوس ۱۴۰ تریلیونه ډالره ده او ۸۵ زره کسان به د نړۍ ۶۷٪ شتمني کنترولوي. [۳]

په یوه سرشمېرنه کې چې د اوپنیوم لخوا تر سره شوې، ویل شوي چې ۳۴٪ خلک دا وایي چې هغوی به ۲۰۳۰م کې دومره ځواک ولري چې ډیموکراسي به له ننګونې سره مخ کړي. د سرشمېرنې موندنې ډېری ګواښونه په ډاګه کوي چې د شتمنیو راټولېدل نه یوازې اقتصادي نابرابري رامنځته کوي، بلکې سیاسي نابرابري هم تحریکوي او د نابرابرۍ دا دواړه بڼې د هرې ټولنې د ثبات لپاره ډېرې خطرناکې دي.

دا موندنې نوې نه دي. پروفیسور توماس پیکېټي په خپل کتاب کې (په یوویشتمه پېړۍ کې شتمني) له شواهدو سره ویلي چې اقتصادي نابرابري د کپیټلیزم یوه دوامداره ځانګړنه ده. له بدمرغه د پیکېټي پر شتمنۍ د مالیې لګول د کپیټالیستي ظالم نظام د ناروغۍ د حل لارې په توګه وړاندې کول اصلي ستونزه نه حل کوي.

د کپیټلیزم اصلي ستونزه پر شتمنیو د مالیې نشت نه دی، بلکې د ملکیت ازادي ده، چې شتمني د څو ځانکړو کسانو لاس ته اچوي. دا شتمنو ته اجازه ورکوي چې خپله شتمني د دې لپاره وکاروي چې پر اجرايي، قضايي او مقننه قواوو فشار راوړي چې د ډېرو په مصرف هغوی ته په پاملرنې سره قوانین جوړ کړي

دا هغه قوانین رامنځته کوي چې عامو خلکو ته د شتمنیو د لاسرسي وړتیا کموي، عامه ملکیتونو خپل کړي او داسې پټ ځایونه جوړ کړي چې خپله شتمني د مالیه اخیستونکو له سترګو پټه کړي او په ډېرو خلکو فشار راوړي چې دا ومني. بیا پروا نه لري چې څومره په قهر سره عام وګړي اعتراضونه کوي او هغوی ځواک نه لري چې د شتمنیو د راټولېدلو مخنیوی وکړي. په بله وینا کپیټلیزم په خپل ذات کې له ډېرو خلکو څخه د شتمنو خلکو لاس ته د شتمنیو لوېدل تشویقوي.

په اسلام کې د ملکیت آزادي نشته. د اسلامي حکومت هر اوسېدونکی دا حق لري چې یو څه لاسته راوړي او د ملکیت د لاسته راوړلو قوانین او د هغه مصرف د الله سبحانه و تعالی لخوا ټاکل شوي. له دې امله اسلامي ټولنه شتمن ته دا اجازه نه ورکوي چې عامه ملکیت په لاس کې واخلي، داسې تړونونه وشي چې شتمنۍ او ملکیت ته د لاسرسي لار بنده کړي، دغه راز داسې شرکتونه جوړ شي چې له مالیې ځان وژغوري او پر اجرايي او قضايي نظام اغېزه وکړي. ځکه نو اسلام به هېڅکله له دې ملاتړ ونه کړي چې شتمني د څو ځانکړو کسانو تر منځ لاس په لاس شي. په دې توګه اسلامي ټولنه چې د خلافت تر سیوري لاندې پکې خلک ژوند کوي، تر کپیټلیستي ټولنو ډېره زیاته باثباته ده، چې د اقتصادي او سیاسي نابرابرۍ انډول پکې ډېر کم وي. الله سبحانه وتعالی فرمایلي:    

﴿مَّا أَفَاءَ اللَّهُ عَلَى رَسُولِهِ مِنْ أَهْلِ الْقُرَى فَلِلَّهِ وَلِلرَّسُولِ وَلِذِي الْقُرْبَى وَالْيَتَامَى وَالْمَسَاكِينِ وَابْنِ السَّبِيلِ كَيْ لَا يَكُونَ دُولَةً بَيْنَ الْأَغْنِيَاءِ مِنْكُمْ وَمَا آتَاكُمُ الرَّسُولُ فَخُذُوهُ وَمَا نَهَاكُمْ عَنْهُ فَانْتَهُوا وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ﴾ [حشر: ۷]

ژباړه: څه چې الله متعال د دغو ابادیو له خلکو څخه خپل پيغمبر ته ورکړي، هغه د الله، پيغمبر، (د پيغمبر) د خپلوانو، یتیمانو، مسکینانو او مسافرو لپاره دي؛ ترڅو مالونه یوازې ستاسو د بډایانو تر منځ لاس په لاس نه شي (او اړمن ترې بې برخې نه شي). څه چې پيغمبر تاسو ته (له الهي احکامو) راوړي دي، هغه تر سره کړئ او له څه مو چې منع کوي، ډډه ترې وکړئ. له الله تعالی ووېږئ، بېشکه هغه تعالی سخته سزا ورکوي.

د حزب التحریر د مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره

لیکوال: عبدالمجید باتي

سرچینې:

[۱] https://www.theguardian.com/business/2018/apr/07/global-inequality-tipping-point-2030

[۲] ibid.

[۳] https://news.un.org/en/story/2015/07/505352-un-projects-world-population-reach-85-billion-2030-driven-growth-developing

[۴] Ryan Cooper (25 March 2014). "Why everyone is talking about Thomas Piketty's Capital in the Twenty-First Century". The Week

 

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې